د اسلامي امارت په ګډون به ملګري ملتونه د نشه يي توکو په تړاو لویه ناسته جوړه کړي

د اسلامي امارت په ګډون به ملګري ملتونه د نشه يي توکو په تړاو لویه ناسته جوړه کړي سیاست
سیاسي مرستیال د یوناما مشرې سره کتنه کې

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان سویلي ولایتونو ته له سفر وروسته د نشه یي توکو برخه کې د اسلامي امارت د دریځ او ژمنتیا ستاینه کړې.

اوتنبایوا ویلي، هڅه کوي افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي چې د اسلامي امارت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د یوناما مشرې دا څرګندونې د اسلامي امارت ریئس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لېدنه کې کړي.

مولوي عبدالکبیر بیا د یوناما له مشرې غوښتي چې د افغانستان په تړاو دې حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له مخدره توکو سره د مبارزې برخه کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامېدای شي.

تړلي موضوعات