د یوناما وروستۍ ارزونه؛ پنجشېر کې د بشري حقونو وضعیت ښه دی

د یوناما وروستۍ ارزونه؛ پنجشېر کې د بشري حقونو وضعیت ښه دی سیاست
انځور: حریت راډیو

مرکزي زون کې د يوناما د دفتر مشر او د دغه سازمان د بشري حقونو د څانګې مشرې د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکيم سره په ليدنه کې  ویلي، د يوناما وروستۍ سروې ښيي چې افغانستان او په ځانګړې توګه پنجشېر کې بشري حقونو وضعيت بهتر شوى دى. 

د يوناما د مرکز د ساحوي دفتر مشرې انيت لايت ویلي، افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت د ښه والي تر څنګ د دې ادارې څېړنې ښيي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه هم رامنځته کېږي. 

دغه راز په دې کتنه کې د پنجشېر والي ویلي، چې د پنجشېر ولايت عدلي او قضايي ارګانونه د اسلامي قوانينو له مخې فعاليت کوي او د هيڅ يوه اوسېدونکي حق به ضایع نه شي. 

په ورته مهال په دې کتنه کې ښاغلي والي د یوناما دفتر له مسؤلینو وغوښتل، چې د رغنیزو پروژو په تطبیق کې د پنجشېر له خلکو سره همکاري وکړي.

تړلي موضوعات