د برېښنایي حکومتولۍ سیسټمونه خوندي او منسجم شوي دي

د برېښنایي حکومتولۍ سیسټمونه خوندي او منسجم شوي دي افغانستان
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د احصایي ملي ادارې له مرستیال سره کتلي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني وایي، د دې وزارت تخنیکي ټیمونه په دې توانېدلي، چې د لومړي ځل لپاره د ډیجیټلي حکومتولۍ سیسټمونه منسجم او خوندي کړي. 

ښاغلي حقاني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني سره کتنه کې ويلي، د دې سیسټم پر اساس یاد وزارت توانېدلی، چې د هغو خپلسریو مخه ونیسي چې تر دې وړاندې یې ډیجټلي حکومتولۍ ته زیان اړولو. 

نوموړي زیاته کړې، په داخلي کادرونو باور مثبتې پایلې درلودې، چې ور سره لګښتونه هم را کم شوي دي.

بلخوا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال دې کتنه کې له مخابراتو وزارت غوښتي، چې هېوادوالو ته د نویو سیسټمونو او سهولتونو په برابرولو کې له دغې ادارې سره مرسته وکړي.

تړلي موضوعات