تېر کال نږدې ۱۲۹زره ټنه بې کیفیته توکي مسترد شوي

تېر کال نږدې ۱۲۹زره ټنه بې کیفیته توکي مسترد شوي افغانستان
د سټنډرډ ملي ادارې مسئولین خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړلې

د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ويلي، تېر کال ۳میلیونه ۷۸۷زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد او اوبلن ګاز وارد شوي چې له دې ډلې یې ۱۲۸زره ۸۱۱ټنه بې کیفیته تثبیت شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، همدې موده کې ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي هېواد ته را وارد شوي، چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

د دغې ادارې مسئولینو ویلي، د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه، ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسي او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې ۶ کودونه تدوین کړي دي.

دغو مسئولینو د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړېوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلابېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د ۴۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل؛ په تېر کال کې د دې ادارې مهم اقدامات یاد کړل.

تړلي موضوعات