پر اسلامي نظام د معاملې لپاره به هیڅ ډول امتیاز ونه منو

پر اسلامي نظام د معاملې لپاره به هیڅ ډول امتیاز ونه منو افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ګرمسېر ولایتونو محصلینو د ظرفیت لوړونې سیمینار کې ویلي، که اسلامي امارت ته د افغانستان د ځان بسیاینې، بندونو جوړولو او یا نور امتیازات ورکړل شي، بیا به هم اسلامي امارت حاضر نه شي، چې پر نظام معامله وکړي. 

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی او هیڅوک باید په دې نظام کې د یوازیتوب احساس ونه کړي. 

مولوي عبدالکبیر مخکنیو مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي، هر هغه څوک چې د امریکا پر وړاندې جهاد ناحقه بولي باید ملت ته د پخواني شوروي پروړاندې د یو نیم میلیونه شهیدانو حساب ورکړي. 

د یادولو ده، چې د ګرمسېره ولایتونو محصلیونو لپاره د ظرفیت لوړونې ۴۰ ورځنی سیمینار چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري پیل شوی و نن سهار د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په شتون کې پای ته ورسېد.

تړلي موضوعات