چین دې دوه اړخیزې ګټې مثبتې وپالي

چین دې دوه اړخیزې ګټې مثبتې وپالي افغانستان
د چین سفارت مرستیال سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کتنه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي کابل کې د چین سفارت مرستیال باؤ ژوهوی سره کتنه د افغانستان او چین ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه مثبت بللي دي. 

شېرمحمدعباس ستانکزي دې کتنه کې ټینګار کړی، چې چین دې دوه اړخیزې ګټې مثبتې وپالي. 

بلخوا دې کتنه کې د چین سفارت مرستیال د چین او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللې دي او د لا پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې. 

باؤ ژو هوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت ارزښت ته په کتو ویلي، هېواد یې غواړي چینایي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې پر نړېوال سټېج به د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکړي.

دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، کلتوري همکاریو او وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو هم خبرې شوې دي.

تړلي موضوعات