جاپانی انجینر د ناکامورا نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره افغانستان ته راغلی

جاپانی انجینر د ناکامورا نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره افغانستان ته راغلی سیمه
جاپانی انجینر د ناکامورا نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره افغانستان ته راغلی

جاپانۍ د آساهي شیمبون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دې هېواد یو متقاعد انجنیر د ډاکتر تتسو ناکامورا د ناتکمیلو بشردوستانه فعالیتونو سره د مرستې او دوام په موخه افغانستان ته راغلی دی.

د دغې ورځپاڼې د خبر له مخې تیتسو ناکامورا کرنې ته د شاړو ځمکو د جوړولو او د هغه ناچاره خلکو د درملنې په برخه کې ځانګړې پېژندنه لرله، چې له جګړو، ناروغیو او ناچارۍ څخه کړېدل.

ورځپاڼې زیاته کړې، اوس مهال ۷۳ کلن آما نوریو اوا او څو تنه نور مسلکي انجینران د تیتسو ناکامورا د پاتې پروژو د تکمیل او د وچو ځمکو د خړوبولو په موخه افغانستان ته راغلي.

نوریو اوا ویلي، دوی به خپلې تجربې له سیمه ییزو متخصصانو سره شریکې او له هغو به ګټه واخلي.

جاپاني وګړي تیتسو ناکامورا د اوبو لګولو او نورې بشري پروژې وروسته له هغه ودرېدې، چې نوموړی څلور کاله وړاندې د ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر په ۴مه د ۷۳ کلونو په عمر د نامعلومو وسله والو په برید کې په ننګرهار ولایت کې ووژل شو.

تړلي موضوعات