د هر ولایت د ښاروالۍ عواید به د هغه ولایت په بیارغونه او پراختیا ولګول شي

د هر ولایت د ښاروالۍ عواید به د هغه ولایت په بیارغونه او پراختیا ولګول شي افغانستان
د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمداسحاق اخندزاده

د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمداسحاق اخندزاده د هلمند ولایت ادارو له مسئولینو او رئیسانو سره کتنه کې ویلي، د هر ولایت د ښاروالیو عواید به د هغه ولایت په بیارغونه او پراختیا لګول کیږي او نورو ولایتونو ته به انتقالیږي. 

مولوي محمداسحاق اخندزاده ویلي، هغه عواید چې له صفایي او املاکو ترلاسه کیږي د ښاري نظم او بیارغونې په برخو کې به بیرته مصرفیږي. 

ښاغلي اخندزاده د هلمند ولایت له مسئولینو غوښتي، چې د دې ولایت له ښاروالۍ سره د ښارۍ پلان او نظم په برخه کې مرسته وکړي.

تړلي موضوعات