نږدې راتلونکي کې به ډيپلوماټیکه برخه کې زیات تحولات رامنځته شي

نږدې راتلونکي کې به ډيپلوماټیکه برخه کې زیات تحولات رامنځته شي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰مه ناسته کې تر ګډون وروسته ترکیې ته په سفر تللی او استانبول کې یې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې. 

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، دې کتنه کې د بهرنیو چار وزیر افغان ديپلوماټانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې کړې دي. 

دې کتنه کې د امیرخان متقي د یو شمېر هېوادونو له لوري د افغان حکومت سفیرانو او شارژدافیرانو منلو ته په اشارې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په ډپیلوماټیکه برخه کې د زیاتو تحولاتو شاهدان و اوسو. 

نوموړي که څه هم کوم هېوادونه یاد نه کړل، خو د راپورونو له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په اروپا، امریکا، اسټرالیا او ګڼو نورو هېوادونو کې د افغانستان د قونسلګريو د فعالیت له ځنډېدو وروسته یادو هېوادونو هلته له مېشتو ډيپلوماټانو غوښتي چې له اسلامي امارت سره تعامل ته غاړه کیږدي. 

د یادولو ده، چې مولوي امیرخان متقي د کامیرون جمهوریت وروسته ترکیې ته په سفر تللی دی.

تړلي موضوعات