زرګونه زندانېان خوشي شوي او د نورو د بند موده راکمه شوې

زرګونه زندانېان خوشي شوي او د نورو د بند موده راکمه شوې افغانستان
د زندانونو د سمون چارو ادارې مسئولین د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پرمهال

د زندانونو د چارو سمون اداره چې نن یې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې رسنیو ته معلومات ورکول وویل، تېر یو کال کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د روژې مبارکې میاشتې او اخترونو په مناسبت ۳۲۰۰بندیان ازاد شوي او د ۱۶۵۵نورو د بند موده راکمه شوې ده.

چارواکي وايي، زندانېان اوس د بند په موده کې کولی شي د دیني او حرفوي زدکړو څخه هم برخمن شي، د چارواکو د معلوماتو له مخې تېر کال ۲۲۴۱ کسانو له دیني زدکړو فارغ شوي او ۶ زره ۴۰۶ کسان لا هم په زدکړو بوخت دي.

سواد او حرفوي زدکړې بیا نورې هغه برخې دي چې د چارواکو په وینا زندانېانو ته یې د ښودلو زمینه برابره شوې ده.

د زندانونو د چارو سمون اداره وايي، تېر کال ۱۹۵۴ کسان د سواد زدکړو نه فارغ شوي او دمګړۍ  ۲۳۵۰ نور کسان زدکړې تر لاسه کوي.

حرفوي زدکړې بیا بله هغه لاسته راوړنه ده چې زندانېان یې د بند موده کې تر لاسه کوي، چارواکي وايي، اوسمهال په ټولو زندانونو کې ۱۱۲۲ بندیان په حرفوي زدکړو بوخت دي او تېر کال ۳۳۷ کسانو بېلا بېلو برخو کې ښوونه تر لاسه کړې ده.

زندانېانو سره د چلند لپاره هم د پولیسو د مسلکي کولو او په ظرفیت لوړونې کار پیل شوی، د چارواکو د معلوماتو له مخې ۶۸۰ افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ته روزنيز ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ شوي او اوسمهال ۱۶۰ تنه نور په مسلکي زده کړو بوخت دي.

تړلي موضوعات