د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰ مه ناسته د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډکه وه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د هېواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په ۵۰ مه ناسته کې د یو شمیر بهرنیو هېوادونو استازو سره د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې اترې کړې.
د سرچېنې په خبره، مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۰مې ناستې څنډه کې د سعودي عربستان، ترکیې، قطر، اذربایجان، عمان، اندونیزیا، ایران، فلسطین، سومالیا او یو شمېر نورو هېوادونو له پلاوو او د اسلامي همکارۍ سازمان او اړوندو تخصصي ادارو له مسئولینو سره جلاجلا ناستې کړې دي.
په دغو ناستو کې له یادو لوریو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د نویو فرصتونو په رامنځته کولو خبرې اترې شوې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه د کامیرون جمهوریت پلازمېنې یاوندې کې ترسره شوه.