راتلونکی کال به د کانکور ازموینه په اختصاصي ډول واخېستل شي

راتلونکی کال به د کانکور ازموینه په اختصاصي ډول واخېستل شي افغانستان
د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم رئیس

د ازموینو ملي ادارې ویلي، د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه د طب، ساینس او ټولنیزو علومو برخو کې اختصاص شوې ده. 

د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رئیس عرفان الله عباد ویلي، په دې اړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره هم خبرې شوې دي. 

ښاغلي عباد ویلي، کانکور کې به هرې برخې ته د هغې برخې سوالونه راوړل کېږي او د هرې برخې لېوال به تر ازموینې وړاندې مشخص کیږي. 

نوموړي زیاته کړې، چې د دې لپاره یې طرزالمعل هم جوړی کړی، چې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له لوري تائید شوی هم دی.

تړلي موضوعات