افغانستان سره روان چلند د ژمنو خلاف دی

افغانستان سره روان چلند د ژمنو خلاف دی افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته

د بهرنیو چار وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مې غونډې ته وینا کې ویلي، د نړۍ هېوادونه اوس هم له اسلامي امارت سره جګړه ییز چلند کوي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د شتمنیو کنګل، پر افغانستان غیري عادلانه اقتصادي بندیزونه، په رسمیت نه پېژندل، نړېوالو سازمانونو کې د ګډون حق ترې اخیستل او افغانستان د تبلغاتي جګړې او یو اړخیزه مغرضانه راپورونو موضوع ګرځول هغه څه یاد کړل چې د ژمنو خلاف ترسره کیږي.

مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو له سازمان او نړېوالو بشرپاله هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د ټولو شتمنیو ازادولو او اقتصادي بندیزونو لرې کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

امیرخان متقي همداراز د اسلامي همکاریو سازمان غړو او نورو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د مشترکو ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته داخل شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره هیچاته هم ګواښ نه ده، بلکې اسلامي امارت له نړۍ سره د دوه اړخیزه اړیکو پر اساس د نویو اړیکو پیلولو مخلصانه هوډ لري.

تړلي موضوعات