د هوايي حریم د خوندي کولو او مدافع لپاره د تجهیزاتو پېرلو خبرونه ناسم دي

د هوايي حریم د خوندي کولو او مدافع لپاره د تجهیزاتو پېرلو خبرونه ناسم دي افغانستان
د هېواد د ملي دفاع وزارت

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، د هوايي مدافع د تجهیزاتو د پېرلو په تړاو څرګندونې تحریف شوي دي.

خوارزمي وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې ټاس خبري اژانس د افغانستان دفاع وزارت د لوجستیک مشر عبدالبصیر صابري ته منسوب متن کې، له روسیې د افغانستان د هوايي حریم او هوايي مدافع لپار د تجهیزاتو اخېستو لېوالتیا په ګوته کړه.

په دغه ځانګړې مرکه کې  له ښاغلي صابري نه په منسوب نقل قول کې راغلي و، چې افغانستان د روسیې پرمختللې ټکنالوژۍ ته په کتو غواړي، له دوی تجهیزات تر لاسه کړي

دفاع وزارت ویاند ویلي، تر اوسه د هوايي مدافع د تجهیزاتو د اخېستلو لپاره له روسي چارواکو سره هیڅ خبرې نه دي شوي.

تړلي موضوعات