افغانستان د هوايي حریم د خوندیتوب لپاره نظامي تجهیزات اخلي

افغانستان د هوايي حریم د خوندیتوب لپاره نظامي تجهیزات اخلي افغانستان
د ملي دفاع وزارت د لوجیسټیک رئیس

د افغانستان دفاع وزارت د لوجستیک برخې مشر جنرال سید عبدالبصیر صابري د روسیې ټاس خبري اژنس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، موږ د هوايي مدافع او خپل هوايي حریم ساتلو لپاره نظامي تجهیزاتو ته اړتیا لرو. 

د افغانستان دفاع وزارت لوجستیک مشر د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، فکر کوم موږ به له روسیې دا ډول وسلې واخلو. 

ښاغلي صابري په خپله مرکه کې روسي ساخت وسلو ته لېوالتیا له دې امله ښودلې، چې په خبره یې روسيه د نړۍ په کچه د ټکنالوژۍ برخه کې یو پرمختللی هېواد دی. 

وړاندې تر دې د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي و، چې نږدې راتلونکې کې به د افغانستان هوايي حریم تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولي.

تړلي موضوعات