پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو دویم پړاو پیلوي

پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو دویم پړاو پیلوي افغانستان
افغان کډوال انځور ارشیف

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا څرګندونې د یوناما له مرستیال انډریکا راتوات سره کړي دي.

نقوي ویلي، هیڅوک اجازه نه لري چې د قانوني اسنادو پرته پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د کډوالو په بیرته ستنولو کې د ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې پر رول ټېنګار کړی دی.

د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پیل شو، او په لړ کې یې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وایستل شول.

تړلي موضوعات