نن جمعه د سنبلې ۹ مه د امریکايي اشغال د پای ورځ ده

نن جمعه د سنبلې ۹ مه د امریکايي اشغال د پای ورځ ده افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

پوره درې کاله وړاندې د سنبلې په ۹ مه شپه له افغانستان څخه وروستي امریکايي اشغالګر ووتل او په دې ډول افغانستان د یو بل ښکېلاک له منګولو راووت.

امریکا په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان پوځي یرغل راوړ او پوره شل کاله یې د هېواد پر کلیو او بانډو بمونه وغورځول او پر افغان یې ولس هر ډول وحشتونه ترسره کړل.

خو د افغانانو کلک جهادي مقاومت بلاخره امریکا او ور سره راغلي د ناټو عسکر ستړي او وارخطا کړل چې بلاخره یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه یې خپل وروستي عسکر له افغانستان په تېښته وباسل.

دا د شاوخوا یوې پېړۍ پر مهال افغانستان کې د نړېوالو زبرځواکونو درېیمه لویه ماته ده چې د افغانانو د بې دریغه قربانیو په پایله کې یې خوري.

تړلي موضوعات