د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د شراکت نوی فصل دی

د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د شراکت نوی فصل دی سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانیسته کې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د پرانېستي مراسمو کې ویلي، دغه مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی فصل دی.

ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز مرکز په پرانېستي سره د ګډو سوداګریزو اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې اساسي ګام اخیستل کیږي.

ښاغلي برادر زیاته کړې، دغه مرکز به په دواړوهېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریز مناسبات او کاري فرصتونه لا زیات کړي، د تولیداتو او محصولاتو لپاره به نوی مارکېټ پیدا او په ټوله کې به ورسره اقتصادي وده ګړندۍ شي. 

نوموړي د دې مرکز ارزښت ته په اشارې سره ویلي، د یاد مرکز په پرانېستې سره به د محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو اسانتیاوې زیاتې او سیمه‌ییزو او نړېوالو بازارونو ته به لاسرسی اسانه شي او د سویلي اسیا هېوادونو لپاره به یوه سوداګریزه دروازه هم و اوسي.

ملاعبدالغني برادر اخوند د یو پلاوي په مشرۍ نن سهار د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د پرانېستي مراسمو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ.

تړلي موضوعات