تېر کال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیزې پروژې پلي شوې

تېر کال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیزې پروژې پلي شوې افغانستان
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسئولینو خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکي کړلې

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطا الله عمري وايي، تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۷۱ بېلا بېلې کرنیزې پروژې پلې کړې دي. 

مولوي عطاالله عمري وویل، دا پروژې یې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ پلې کړي. 

ښاغلي عمري د هېواد کرنیز سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې خپلو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، همدې موده کې یې پر بزګرانو او مالدارانو ۱.۳میلیارده افغانۍ وېشلې دي. 

نوموړي همداراز میدان وردګ، کابل او لغمان کې د ۱۱۹۰ ټنه په ظرفیت د ۵ بابه سړوخونو جوړول او په ۶۶۰ زره بزګرانو د ۳۳ زره ټنه اصلاح شویو تخمونو سربېره د ۵۴ زره ټنه کیمیاوي سرې وېشل یې د خپل وزارت د تېر کال لاسته راوړنې وګڼلې.

تړلي موضوعات