کابل له عشق اباد سره د سترو سیمه ییزو پروژو پر سر خبرې کوي
ترکمنستان ته د افغان تللي پلاوي مشري د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، له ښاغلي بدري سره دې سفر کې د بهرنیو، مالیې، ټولګټو وزارتونو او برېښنا شرکت استازي ملتیا کوي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې دغه لوړ پوړی پلاوی به عشق اباد ښار کې له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي، اوسپنې پټلۍ پروژو او دوه اړخیزو اړیکو پر سر خبرې اترې وکړي.
ترکمنستان ته دغه سفر وروسته له هغې کیږي، چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دې وزارت مسئولینو ته په یوه ناسته کې وویل، چې د ټاپي پروژې د پیل لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به د دې سترې پروژې کارونه پیل شي.
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو د لومړنیو تورو لنډیز دی، د دې هېوادونو ترمنځ د ګازو نل لیکه ده، چې د افغانستان د هرات او کندهار ولایتونو څخه تېریږي، د معلوماتو له مخې دا پروژه به تقریبا دېرش کاله دوام وکړي او په دې سره به افغانستان کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.