د هېواد حساسې نقطې یې غښتلې کړې دي

د هېواد حساسې نقطې یې غښتلې کړې دي افغانستان
د ملي دفاع وزارت مسئولین د یو کلنو لاسته راوړنو د وړاندې کولو پر مهال

د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وویل، د سرحدونو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه یې اړینو ځایونو کې ګڼ شمېر کنډکونه او امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

قاري فصیح الدین فطرت د ملي دفاع وزارت له لوري تر سره شویو او پراسیوني فعالیتونو ته په اشارې وویل، تېر کال یې ۸ سوه ۱۳ زره ۳۵۲ فعالیتونه تر سره کړي چې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درندې وسلې، ۱۵۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او ۱۹۸۲ موټر سایکلونه نیولي او ۱۳۸۳ کړۍ ماینونه یې شنډ کړي دي.

لوی درستیز په همدې موده کې د هوايي ځواکونو فعالیت یادونه کړې او ویلي یې دي، د هوایي ځواکونو عمومي قوماندانۍ الوتکو او چورلکو ۴۲۱۸ وظیفوي او تعلیمي پروازونه کړي، د طبیعي پېښو ۷۷ شهیدان او ۵۶۷ ټپیان یې تر روغتیايي مرکزونو رسولي .

د هوايي مدافعې تر څنګ د هوايي پوهنتون فعالول او د یوې بلک هاګ چورلکې ترمیم نوره هغه لاسته راوړنې دي چې دفاع وزارت تېر کال تر لاسه کړي.

لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت همداراز د حضرت عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون څخه د ۵۴۱۴ تنو او د بنسټیزو زده کړو له کورسونو د قطعاتو او جزوتامونو د ۱۲۷۸۱ منسوبینو او د نظامي طب له بېلابېلو څانګو د ۷۳ تنه محصلینو فراغت په تېر کال کې د ملي اسلامي اردو د مسلکي کولو برخه کې د وزارت له فعالیتونو یاد کړل.

تړلي موضوعات