د افغانستان ملي دفاع وزارت غبرګون؛ بهر کې د افغان الوتکو معامله د منلو نه ده

د افغانستان ملي دفاع وزارت غبرګون؛ بهر کې د افغان الوتکو معامله د منلو نه ده افغانستان
د افغانستان هوایي ځواک جورلکي

د افغانستان دفاع وزارت په ازبکستان کې د امریکا سفیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.

د افغانستان دفاع وزارت پر امریکا غږ کړی، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

افغان حکومت له ازبکستان حکومت څخه هیله کړې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي.

اسلامي امارت ازبکستان ته ویلي، چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې دې همکار شي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې ادارې نسکورېدو درشل کې د جمهوریت لوړ پوړو چارواکو او نظامي لوړ رتبه منسوبینو د افغانستان لسګونه الوتکې او چورلکې له هېواد وباسلې او د افغانانو دا شتمني یې په تاجکستان او ازبکستان وسپارله.

تړلي موضوعات