د انسان تښتوونکو پر ضد جدي مبارزه روانه ده

د انسان تښتوونکو پر ضد جدي مبارزه روانه ده افغانستان
د کورنیو چارو وزارت مسئولین د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال یې په ټول هېواد کې پر انسان تښتوونکو کړۍ راتنګه کړې او پر ضد یې ۲۵۰ عملیاتونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو  د تشریح پروګرام کې وویل، همدې عملیاتو کې یې ۷۶ انسان تښتوونکي نیولي او ۳۴ نور یې وژلي دي.

کورنیو چارو وزارت چارواکو همداراز ویلي، د امنیتي ځواکونو د قاطع او دقیقو عملیاتو پایله کې د جرمونو کچه ۳۰ سلنه راکمه شوې ده.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، تېر کال کې ۱.۷ میلیونه پاسپورټونه او له ۲۵۰ زرو زیات د موټرو پلیټونه هم وېشل شوي دي.

تړلي موضوعات