د افغانستان دننه د ټاپي پروژې چارې پيلېدونکې دي

د افغانستان دننه د ټاپي پروژې چارې پيلېدونکې دي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، ټاپي نل لېکه د پیل په درشل کې ده؛ کابل او عشق اباد د دې پروژې پیل ته کلک ژمن دي.

مولوي امیر خان متقي دا څرګندونې د ټاپي او افغان-ترکمن د اقتصادي ګډو پروژو عملي چارو پېلېدو په اړه بهرنیو چارو وزارت کې د چمتووالي او معلوماتي غونډې ته وکړې.

ښاغلي متقي وویل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټول قانوني مراحل چې باید هوکړه پرې وشي هم وروستي شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل لارې پروژې په اړه وویل، ډېر زر به د هنګرونو، تم ځایونو، ګودامونو او د اوسېدو سربېره د نورو اړینو ځایونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.

ټاپي چې د افغانستان لپاره تر ټول ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴کیلومټره رغول شوي د پاتې نورو به یې نږدې راتلونکي کې چارې پیل شي.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.

د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي.

تړلي موضوعات