د درملو د نرخونو کنټرول او انساني قاچاق پر مخنیوي خبرې شوې
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه کې په یو شمېر موضوعاتو خبرې او پرېکړې شوې.
د کابینې دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د درملو نرخونه کنټرول کړي او له اصلي نرخ یې په لوړه بیه د پلور مخنیوی وکړي.
د کابینې غونډه کې د هېواد له ټولو درملتونونو غوښتنه شوې، چې درمل په مناسب قیمت وپلوري او د خلکو له مجبوریت څخه دې ناوړه استفاده نه کوي.
همداراز دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې نورو اړوند ارګانونو سره په همغږۍ دې د انساني قاچاق مخنیوي په برخه کې اقدامات وکړي.