پر اسلامي قوانینو بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ اغېز نه شي لرلی

پر اسلامي قوانینو بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ اغېز نه شي لرلی افغانستان
د امر بالمعروف وزارت نوي قانون په اړه غبرګونونه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قوانینو په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو د اندېښنو په اړه غبرګون کې ویلي، دغه قانون یې له اسلامي مصادرو څخه په اخذ او د اسلامي شریعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتیب شوی دی.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې قانون هرې مادې او فقرې تخریج یې له معتبرو او منل شویو مصادرو څخه شوی او ټول مصادر او منابع یې هملته ورباندې لیکل شوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښيي او یا رد ورباندې کوي لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.

د یادونې ده، چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون چې یوه مقدمه څلور فصلونه او ۳۵مادې لري توشیح شوی، چې له خپرېدو وروسته یې د یوناما په ګډون ځینو کفري جهتونو اندېښنې وښودې او اسلامي امارت ورته کلک غبرګون وښود.

تړلي موضوعات