د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د هېواد او سیمې وضعیت و ارزولو

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د هېواد او سیمې وضعیت و ارزولو افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته کې د یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په پراختیا او د سیمه ییزو پروژو په پلي کولو خبرې شوې دي. 

همداراز دې ناسته کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د خپلواک هېواد په توګه د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب د اصل په رعایتولو سره ښې اړیکي غواړي. 

د سیاسي کمېسیون دې ناسته کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو په انسجام او د اړینو خدماتو پر وړاندې کولو هم خبرې شوې دي.

تړلي موضوعات