د صنعتي سیمو قانون توشیح او د اجرا وړ دی

د صنعتي سیمو قانون توشیح او د اجرا وړ دی افغانستان
د هېواد صنعتي پارکونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د صنعتي سیمو قانون چې تازه توشیح شوی په اجرايي مرحله کې دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د صنعتي سیمو قانون په درېیو امارتي، مشارکتي او خصوصي برخو کې ترتیب او توشیح شوی دی.

یاد وزارت ویلي، دغه قانون د ځمکو د توزیع مدیریت، د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا، د پانګونې زمینې برابرولو او د صنعتي ساحو د ساتنې په موخه توشیح شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، د دې قانون په رڼا کې به یوې کمېټې ته دنده وسپارل شي، ترڅو صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته لاره اواره کړي.

تړلي موضوعات