اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو لپاره ۱۳ میلیونه یورو ځانګړي کړي

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو لپاره ۱۳ میلیونه یورو ځانګړي کړي افغانستان
اروپايي ټولنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، دا ۱۳ میلیونه یورو به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او زده کړو برخو کې ولګول شي.

د اروپايي ټولنې ویاند ویلي، دا ۱۳ میلیونه یورو مرسته به هغه ۷۸ زره افغان ماشومان تر خپل پوښښ لاندې راولي چې په خوارځواکۍ اخته دي او یا هم له زده کړو بې برخې دي.

اروپايي ټولنې په تېرو څلورو کلونو کې د یونیسف یا د ماشومانو ملاتړ صندوق له لارې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې په ګډون په نورو برخو کې بشري مرستې کړې.

تړلي موضوعات