ملګري ملتونه دنشه يي توکو د بدیل کښت موندلو په هڅه کې دي

ملګري ملتونه دنشه يي توکو د بدیل کښت موندلو په هڅه کې دي افغانستان
نشه یې توکي

په همدې موخه کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر مشره رزا اوتونبایوا کندهار ولایت ته تللې ده، څو مخامخ  له عامو خلکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

میرمن اوتونبایوا د کندهار مرستیال والي سره خبرو کې ویلي، تیر کال یې شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانانو سره بشري مرستې کړي او روان کال کې به دا کچه نوره هم زیاته کړې.

میرمن اوتونبایوا د مرستو د زیاتیدو کره کچه مالومه نه کړه.

بلخوا د کندهار مرستیال والي افغانستان کې امنیت ته په اشارې افغانستان کې د پانګونې لپاره د پانګوالو هڅولو ترڅنګ دې ولایت کې د نشه یي توکو بدیل کښت او د روږدو درملنې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د عملي اقداماتو غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات