د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نوی قانون؛ د ځینو سازمانونو او هېوادونو نیوکو ته ا.ا توند غبرګون

د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نوی قانون؛ د ځینو سازمانونو او هېوادونو نیوکو ته  ا.ا توند غبرګون افغانستان
د اسلامي امارت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نوی قانون

اسلامي امارت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون په اړه د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د نیوکو په غبرګون کې ویلي، دغه قانون د اسلامي شریعت پر اساس جوړ شوی دی. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وایي، دا قانون د یو فرد یا شخص په خوښه نه، بلکې د اسلام له معتبرو نصوصو څخه اخیستل شوی دی. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ښاغلی فطرت زیاتوي، چې د دغه قانون په تطبیق کې به له زور او تاوتریخوالي څخه کار نه اخیستل کیږي او په نرمۍ سره به د دغه قانون مادي پر خلکو عملي شي. 

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه نوی قانون تېره اونۍ د ۳۵ مادو په لرلو سره تصویب او په رسمي جریده كې خپور شو، چې یاد وزارت یې په پلی کولو مكلف شوی دی.

تړلي موضوعات