قطري چارواکي د کابل او دوحې تر منځ د مستقیمو پروازونو د پیل په کې لټه دي

قطري چارواکي د کابل او دوحې تر منځ د مستقیمو پروازونو د پیل په کې لټه دي افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د قطر نوي مستشار سره کتلي

کابل کې د قطر سفارت نوي مستشار مردف القاشوطي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، قطر له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته د دوام ترڅنګ غواړي په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره خپله همکاري پراخه کړي. 

القاشوطي ویلي، د دوه اړخیزه اړیکو پر بنسټ قطر یو شمېر ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیت لوړولو لنډ مهال زده کړو ترڅنګ هڅه کوي، چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي. 

بلخوا دې کتنه کې سیاسي مرستیال ویلي، قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، ښوونیز، صنعت او د پانګونې په برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی. 

مولوي عبدالکبیر دې کتنه کې ویلي، له اسلامي نړۍ څخه هیله لري، چې په خپلو هېوادونو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي. 

همداراز دې کتنه مولوي عبدالکبیر د فلسطین موضوع په اړه د قطر د دریځ او سیاست ستاینه کړې په خبره یې، اسلامي امارت د فلسطین د خپلواک دولت غوښتونکی دی.

تړلي موضوعات