له افغانستانه د بهرنیو وګړو لېدنه ۳۲سلنه زیاته شوې ده
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، افغانستان ته د بهرنیو تګ راتګ کې دا زیاتوالی تېره اسد میاشت کې راغلی.
د یادې ادارې دمعلوماتو له مخې د سرطان په پرتله اسد کې افغانستان ته ۳۲ سلنه زیات بهرني وګړي راغلي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې زمري میاشت کې ټول ۳۴۰۰ بهرني وګړي د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته راغلي او تللي دي.
هېواد ته د راغلو بهرنیانو له ډلې ۲۹ یې ښځې دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، ۲۰۶ بهرني وګړي د سیاحت، تاریخي او لرغونو سیمو څخه د لېدنې په موخه افغانستان ته راغلي دي.