د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته دبشري مرستو د لېږد پرېکړه لیک تصویب کړ

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته دبشري مرستو د لېږد پرېکړه لیک تصویب کړ سیاست
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته دبشري مرستو د لېږد پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو د امنیت شورا تېره ورځ ناوخته د غزې ښار ته د بشري مرستو رسولو د لېږد غوښتنې پرېکړه لیک په ۱۳ مثبتو او دوه ممتنع رایو تصویب کړ.

دغې پرېکړه لیک ته امریکا او روسیې ممتنع او دیارلس نورو غړو مثبته رایه ورکړې ده.

ملګري ملتونه وایي، په غزې تړانګه کې ښکېل اړخونه باید د غیرنظامیانو، عام المنفعه ځایونو، او د مرستندونو ټیمونو خوندیتوب پر ژمنو عمل وکړي.

دغه پرېکړه لیک داسې مهال تصوبیږي چې تر دې وړاندې امریکا په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه لیک ویټو کړ.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو غزې ته د بشري مرستو رسولو هوکړه د ۱۹۳ مثبتو رایو په ورکولو سره تصویب کړه.

تړلي موضوعات