سترو هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي حریم پروازونه زیات کړي

سترو هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي حریم پروازونه زیات کړي افغانستان
د نړۍ ستر هوایي شرکتونه

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، د نړۍ یو شمېر سترو هوایي شرکتونو دې وروستیو کې د افغانستان پر هوایي حریم خپل پروازونه زیات کړي دي.

رویټرز په خپل راپور کې د دې لامل د منځني ختیځ په پرتله د افغانستان هوایي حریم امن ښودل دي، ځکه خو لومړیتوب ورکوي، چې د افغانستان له هوایي حریم څخه سفر وکړي.

د یادولو ده، چې دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو په زیاتېدو او پر اسرائیلو اشغالګرو د ایران احتمالي برید له کبله هوایي شرکتونه د منځني ختیځ له لارې پروازونه نه کوي.

تړلي موضوعات