البدر قول اردو څخه ۱۴۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

البدر قول اردو څخه ۱۴۵۰ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
۲۰۵ البدر قول اردو څخه تازه فارغ شوي منسوبی

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په شتون کې د ۲۰۵ البدر قول اردو د ښوونیز مرکز د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۱۴۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي، عملي او نظري زده کړو وروسته فارغ شول.

عالیقدر امیرالمؤمنین تازه فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، تقوا او پرهېزګاري هېره نه کړئ.

امیرالمؤمنین حفظه الله ویلي، دا د شکر ځای دی چې په اسلامي اردو کې یې داخل کړي یاست.

تړلي موضوعات