د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته به دوام ورکړي

د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته به دوام ورکړي سیاست
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني قطر نوي شارژدافیر سره کتنه کې

په افغانستان کې د قطر هېواد نوي شارژادفیر دوکتور مردف القاشوطي د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي.

دې کتنه کې د قطر سفارت نوي شارژدافیر ویلي، خپل ماموریت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو او د اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.

بلخوا دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر خليفه سراج الدین حقاني ښاغلي القاشوطي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان ته د هغه راتګ د دواړو هېوادونو لپاره مهم بللی دی.

ښاغلي وزیر د قطر او افغانانو ترمنځ تاریخي اړیکې ستایلې او د لا ډېرو همکاریو ډاډ یې ورکړی.

تړلي موضوعات