کوېټ هم د افغانستان له سوداګریز کاروان سره یو ځای شو

کوېټ هم د افغانستان له سوداګریز کاروان سره یو ځای شو افغانستان
کوېټي پانګوال د ریاست الوازراء اقتصادي مرستیال سره کتنه کې

د کوېټ یو شمېر پانګوالو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره کتلي دي.

دې کتنه کې کوېټي پانګوالو ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی لېواله دي، چې په بېلابېلو برخو پر پانګونې سربېره د سوداګرۍ په برخه کې هم فعالیت وکړي.

دغو پانګوالو ویلي، غواړي افغانستان کې د هغو مرستو لپاره یو مرکز جوړ کړي، چې د اسلامي هېوادونو له لوري ورکول کېږي، په خبره یې، دغه بنسټ به له اسلامي امارت سره په همغږۍ یادې مرستې د بېوزلو افغانانو په لاس نیوي او پراختیایي برخو کې ولګوي.

بلخوا اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت یې پوره همکاري او ملاتړ کوي.

تړلي موضوعات