له افغانستان منعه شوی د م.م استازی افغانستان ته د راتګ اجازه غواړي!

له افغانستان منعه شوی د م.م استازی افغانستان ته د راتګ اجازه غواړي! سیاست
م.م د بشري حقونو شورا ځنګړی راپور ورکوونکی افغانستا ته د تګ اجازه غواړي

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنټ افغانستان ته له سفر منعه کړ او زیاته یې کړه، چې پروپاګند لپاره ګمارل شوی ریچارډ بېنټ نور افغانستان ته نه شي راتللی.

له افغانستان منعه شوي د ملګرو ملتونو استازي تازه له اسلامي امارت خواست کړی، چې دی دې افغانستان ته ورپرېږدي او ورتګ اجازه دې ورکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، اسلامي امارت دې زما د بندیز پرېکړې په اړه بیا کتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو په نوم سازمان چې ټولې پرېکړې او چارې د امریکا تر تاثیر لاندې پر مخ وړي، یاد کس یې د ۲۰۲۲ کال اپرېل میاشت کې د افغانستان لپاره ځانګړی راپور ورکونکی ټاکلی و، خو اسلامي امارت وايي، چې نوموړي له دندې پیل راهیسې تر ننه یوه د افغانستان په اړه مثبته خبره نه ده کړې او تش پروپاګند کوي.

وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې ریچارډ بېنټ افغانستان کې اسلامي نظام، امنیت او پرمختګونو سره عقده لري او دې امله عقديي چلند کوي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا او غرب پالیسي تطبیق کوي او د دې پالیسۍ لپاره د امریکا او غرب ښه د فشار وسیله ده، چې له دې لارې غواړي اسلامي هېوادونه سیاسي لحاظه وځپي او هلته روان وضعیت ترینګلی او بشر ضد وښيي.

سیاسي شنونکو له جملې سید ذکرالله هاشمي حریت راډيو سره خبرو کې پر اسلامي امارت غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو چارواکو او استازو ته دې ډېر وخت نه ورکوي او د دوی څرګندونو او پالیسي ته ورته اقدامات دې په اړه وشي.

#حریت_راډيو

فېسبوک پاڼې لېنک: https://facebook.com/HurriyatRadiopashto?mibextid=ZbWKwL

تړلي موضوعات