قزاقستان هم د اسلامي امارت شارژدافیر باورلیک ومانه
تر چین او متحده عربي اماراتو وروسته قزاقستان هم محمدالرحمن رحماني دې هېواد کې د افغانستان د شارژدافیر په توګه په رسمي ډول منلی دی.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په همدې تړاو ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ډيپلوماټیکې استازولۍ مشر محمدالرحمن رحماني باور لیک منلی دی.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې ناسته کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علیبېک باکایف ویلي، د افغانستان د سفیر په توګه د رحماني منلو څخه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي او بشر پالنې برخه کې د همکاریو پراختیا ده.
باکایف ویلي، هېواد یې له نړېوالي ټولنې سره د افغانستان اړیکو په برخه د ستونزو د حل هڅه کوي.
قزاقستان داسې مهال د افغانستان اسلامي امارت شارژدافیر باورلیک مني تېره ورځ متحده عربي اماراتو هم دې هېواد کې د اسلامي امارت رسمي سفیر په توګه د مولوي بدرالدین حقاني باورلیک ومنل.