پروان کې د شفتالو حاصلات دوه برابره زیات شوي

پروان کې د شفتالو حاصلات دوه برابره زیات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
پروان ولایت کې د شفتالو حاصلات

د پروان ولایت مقام ویاند حکمت الله شمیم وایي، روان کال پروان ولایت کې د شفتالو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.

ښاغلي شمیم حریت نیوز ته ویلي، پروان ولایت کې په ۱۶۱ هکتاره ځمکه د شفتالو باغونه کرل شوي چې روان کال ترې ۱۷۷۱مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د معلوماتو له مخې پروان کې د شفتالو کروندګرو ته د اړوند بنسټونو له لوري د نباتي ناروغیو درمل وېشل شوي دي.

پروان چې د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه دی زردالو، انګور او مڼې یې هر کال د ګاونډیو ولایتونو په ګډون بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.

تړلي موضوعات