افغانستان کې وضعیت په مثبت لوري روان دی

افغانستان کې وضعیت په مثبت لوري روان دی سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیرې سره کتنه کې

کابل کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایلا یودیچه په افغانستان کې د خپل ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته ویلي، اروپايي ټولنه د دوحې درېیمه ناسته کې د شویو ژمنو د عملي کولو لپاره هڅې کوي.

رافایلا د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې دوحه کې د لوېدیځو هېوادونو له یو شمېر ډيپلوماټانو سره خپله وروستۍ ناسته ګټوره بللې او هغه یې د ګڼ شمېر موضوعاتو او ځینو اندېښنو د حل لپاره مهمه بللې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان کې وضعیت او پراختیا په مثبت لوري روان دي.

په ورته مهال سیاسي مرستیال دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت له نړۍ سره په خپلو ژمنو عمل کړی او اوس مهال د نشه یي توکو کرکېله صفر ته رسېدلې ده.

تړلي موضوعات