افغانستان کې اړوند وزارتونه د ټاپي پروژې پیل ته چمتو دي

افغانستان کې اړوند وزارتونه د ټاپي پروژې پیل ته چمتو دي سوداګرۍ او اقتصاد
د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمنستاني سیال سره د کتنې پر مهال

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال رشید مردوف سره کتنه کې د ټاپ، ټاپي او اوسپنې پټلۍ پروژو د پیل لپاره چمتووالی ارزولی دی.

د بهرنیو چارو وزیر دې کتنه کې ویلي، افغانستان کې اړوند ادارې د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتووالی لري.

ښاغلي متقي د ګازو نل لیکې او اوسپنې پټلۍ سټېشن برخو کې د ترکمنستان له پانګونې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لامل شي.

بلخوا رشید مردوف د ترکمنستان خاوره کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د ټاپي پروژې لپاره د چمتوالي چارو په ښودلو سره ویلي، هېواد یې ژمن دی چې په نږدې راتلونکي کې د دې پروژې عملي چارې پیل کړي.

تړلي موضوعات