متحده عربي اماراتو د افغانستان سفیر ومنل
د متحده عربي امارت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي بدرالدین حقاني دې هېواد کې د افغانستان د سفیر په حیث منل شوی دی.
دغې وزارت په خپل ویب سایټ په خپور کړي خبر کې ویلي، چې د متحده عربي امارتو د دولت له لوري مولوي بدر الدین حقاني رسمآ دې هېواد کې د افغانستان د سفیر په حیث منل شوی او د همدې وزارت له لوري یې باور لیک منل شوی دی.
تر دې وړاندې ازبکستان هم ویلي و، چې نږدې راتلونکې کې به د افغانستان سفیر ومني.