وروستیو سېلابونو ۱۸تنو ته مرګ ژوبله اړولې

وروستیو سېلابونو ۱۸تنو ته مرګ ژوبله اړولې افغانستان
انځور حریت راډیو

طبیعي پېښو ته د رسېدو ملي ادارې ویاند ملا جانان سایق ویلي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۱۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي سایق رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي، وروستیو سېلابونو ۱۰۰کورونه په بشپړ او یا هم نیمه ډول تخریب او د خلکو کرنیز حاصلات یې هم زیانمن کړي.

نوموړي ویلي، پېښو ته د رسېدو ملي ادارې د ولایتونو ټولو اړوند ریاستونو ته سپارښتنه کړې، چې زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي.

ملاجانان زیاته کړې، ۳۴ولایتونو ته یې خوراکي او نور اړتیا وړ توکي استولي تر څو په ورته حوادثو کې زیانمنو ته ووېشل شي.

تړلي موضوعات