د چین چارواکی: چينايي شرکتونه به وهڅوي تر څو افغانستان کې پانګونه وکړي

د چین چارواکی: چينايي شرکتونه به وهڅوي تر څو  افغانستان کې پانګونه وکړي سیاست
افغان سفیر او لیو چینسونګ

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر ښاغلي لیو چینسونګ سره کتلي.

په چین کې دافغانستان لوی سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې لیدنه کې لیو چینسونګ  بلال کریمي ته پر هرکلی سربېره دغه هېواد کې د فوق العاده استازي په توګه د کار پیلولو مبارکي ورکړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو یو نوی فصل بللی دی.

لیو چینسونګ دې کتنه کې ویلي، چې چينايي شرکتونه به وهڅوي تر څو افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ هیله لرو، چې مس عینک پروژې باندې هم عملي کار پیلولو ته زمینه برابره شي.

بل لوري ته افغان سفیر چین کې د رسمي سفیر په توګه د خپل کار پر پیلولو خوښي ښودلې او دغه هېواد کې یې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو، د‌ چین له حکومت او عام ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. 

کریمي د واخان دهلېز په اړه زیاته کړې، چې د واخان دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ خورا مهم ټرانزیټي او تجارتي مسیر ثابتېدلای شي او هیله یې څرګنده کړه چې دواړې خواوې دې د پرانېستل کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

تړلي موضوعات