اسلامي امارت کابل ته د ریچارډ بنټ پر سفر بندیز ولګولو
ریچارډ بنټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې ځانګړی راپور ورکوونکی دی چې وخت ناوخت یې د خپلو منفي لیدلورو له مخې د افغانستان په تړاو ناسم راپورونه خپاره کړي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد دویچه ویله سره خبرو کې ویلي، بنټ د افغانستان پر وړاندې د پروپاګند خپرولو لپاره ګمارل شوی و او کوچنۍ ستونزه به یې لویه موضوع ګرځوله.
د نوموړي همدې کاري شا لید ته په کتو مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، نوموړی نور افغانستان ته د سفر اجازه نه لري.
ریجارد بنت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو، چې له هغه وخته تر اوسه یې تل هڅه کړې چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان حقایق تحریف کړي.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وایي، ریچارد بنت د افغانستان ځمکني حقایقو او اسلامي اصولو په پام کې نه نیولو سره خپل راپورونه خپرول او نړۍ ته یې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت برعکس وړاندې کاوه.