چین په ځينو مهمو او پرمختللو برخو کې افغانستان سره همکاري کوي

چین په ځينو مهمو او پرمختللو برخو کې افغانستان سره همکاري کوي افغانستان
د چین ولسي جمهوریت د نړېوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا مرستیال چین له افغان سفیر سره کتلي

د چین ولسي جمهوریت د نړېوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا ویلي، اداره یي غواړي د سالم ژوند، ځیرګو موټرو، پاکې انرژۍ، میکانیزه حاصل خېزه کرنې او ډیجټلي سیسټم برخو کې د همکاریو او تعاملاتو روان بهیر افغانستان ته وغځوي.

د دغې ادارې د نړیوالو اړیکو د څانګې مرستیال شان مینګ چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسد الله بلال کریمي سره ليدنه کې ویلي پلان کې لري، چې روان کال نومبر میاشت کې د یادو مواردو په اړه ستر نندارتون جوړ کړي، چې شاوخوا ۹۰ هېوادونه به په کې برخه واخلي.

نوموړې دې نندارتون کې د افغان سوداګرو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.

بلخوا دې کتنه کې چین کې د افغانستان سفیر بلال کریمي ویلي چمتو دي په یادو مواردو اړوند په افغانستان کې له اړوند ادارو سره لازمه همغږي وکړي، تر څو د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لازم پرمختګونه رامنځته شي.

تړلي موضوعات