سیمې او نړۍ ته له پاکستان د احتمالي ګواښونو خطر شته

سیمې او نړۍ ته له پاکستان د احتمالي ګواښونو خطر شته سیاست
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ورستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، کومو ستونزو او ګواښونو نسبت چې افغانستان ته کیږي په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستان څخه لیدل کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت استازي اصف دراني د افغانستان په تړاو ویلي، که نړۍ افغانستان ته پام ونه کړي نو د سپټمبر ۱۱ مې بله پېښه رامنځ ته کېدای شي.

همدې څرګندونو ته په غبرګون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دراني څرګندونې له ځمکنیو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده او د هرې نړېوالې پېښې احتمال له پاکستان شته.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپله اېکس پاڼه ویلي، افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان ‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي تکل ویلي، د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعش فتنه‌گره ډله په بشپړ ډول وځپي خو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړه کې یې د داعش د پټنځایونو له منځه وړل د دې ډلې په نابودۍ مشروط کړي دي.

نوموړي ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسئله بللې چې کورنی حل غواړي او افغان حکومت د خپل نېک نیت ثبوت پخوا وړاندې کړی.

د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې، چې نور بايد د پاکستان اغېزناک ارګانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي او درانی باید پوه شي، چې دا د ډيپلوماټانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.

تړلي موضوعات