افغانستان د چا فرمایشونه نه مني

افغانستان د چا فرمایشونه نه مني افغانستان
د افغانستان ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکي اخیستلو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت غونډې ته خبرو کې ویلي، په لاس راغلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره باید هڅې وکړو او اجازه ورنکړو، چې خپلواکۍ اخېستلو ته زمینه برابره شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، د خپلواکۍ اخیستلو ورځو څخه د دې لپاره نمانځنه کوي، چې ځوان نسلونه باید پوه شي چې نېکونو یې څه ډول وکولی شول د الله تعالی دغه ستر نعمت ترلاسه کړي.

ښاغلي مجاهد د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو په موخه له خلکو غوښتي، چې په خپلو کې یووالي او ورورولۍ ته لومړیتوب ورکړي او له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ډډه وکړي.

نوموړي همداراز ویلي، د افغانستان ولس نه د چا فرمایش او نه هم فرمایشي حکومت مني.

تړلي موضوعات